دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 183700
کابل کې په مخابراتو وزارت برید مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسېد
د کورنیو چارو وزارت وویل چې، وسله والو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر مرکزي پوسته خانې برید وکړ، چې وروسته برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وویل، چې تر اوسه دوی ته د پېښې له ځایه د درې میرمنو په ګډون شپږ ټپیان وروړل شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې، د نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار د دوهمې حوزې د اړوند د مخابراتو وزارت مخې ته وسله والو لومړی چاودنه وکړه او وروسته دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې، افغان امنیتي ځواکونو په مخابراتو وزارت کې چاڼییز عملیات کړي او د دې وزارت کارکووونکي یې ژغورلي دي.
طالبان وایي چې، برید د دغې ډلې لخوا ندی ترسره شوی.
کورنیو چارو وزارت د وژل شویو بریدګرو عکسونه خپاره کړي چې د داعش بیرغونه ورسره دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7x8z7jh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته