دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 183733
د نیمروز ګمرک خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاو جوړېدو په موخه ۲۴ ساته فعالیت پیل کړ
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، په مشرۍ د مالیې وزارت پلاوي د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه د ولسمشرۍ عالي مقام حکم پلي کولو او د سرحدي ولایت نیمروز ګمرک ۲۴ ساعته چوپړتیا وړاندي کولو په هدف یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې یاد پلاوي د نیمروز له والي، د ګمرکونو له مسؤلینو، ملي سوداګرو او ګمرکي کمېشن کارانو سره په جلا توګه وکتل.
د ګمرکونو له مسؤلینو او خصوصي سکټور له استازو سره د لیدنې په مهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، د ښو چارو ترسره کېدو عوایدو را ټولولو او قوانینو یو شان پلي کولو او همدا شان سولر سیستم په جوړولو ټینګار وشو.
همدا راز د ګمرکونو لوی رئیس، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو رامنځ ته کېدو، ملي عوایدو راټولېدو او د عوایدو ټاکل شوي هدف ته د رسېدو په موخه لارښوونه وکړه، څو د ۱۳۹۸ کال غویي میاشتې له لومړۍ د نیمروز ګمرک ۲۴ ساعته فعالیت وکړي.
همدا شان د مالیې وزارت استازي د ایران اسلامي جمهوریت له مسؤلینو سره وکتل او له هغوی سره یې د ګمرکي ستونزو، د ګمشاد له لاري د سوداګریزو توکو د قاچاق مخنیوي، د افغانستان ټرانزیټي محمولو درېدلو، د بې کیفیته توریدي او نفتي موادو په صادرولو، له ایراني او غیر ایراني توکو سره د پړاوونو تر سره کولو یو شان چلند په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت پلاوي د ایران ګمرک مسؤلینو ته وړاندیز وکړ، څو د ایران سرحدي ګمرک د افغانستان په شان ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړي.
د افغانستان او ایران تر منځ د ګمرک له ۲۴ ساعته فعالیت سره به د سیمه ایزو مناسباتو په اړیکو او زیاتوالي کې به نوی فصل پرانیزي او د سوداګریزو توکو او ترانزیتي اموالو د مبادلاتو په کچه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان، هند او ایران مشرانو د چابهار هوکړه لیک نهایې کړې چې د دې بندر په پرانیستلو سره له سیمې سره د افغانستان سوداګرۍ او ترانزیټ پراخوالی موندلی چې له دې سره به د هیواد په ترانزیتي انحصار کې د پام وړ کموالی راشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeen6e49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته