د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ د ښووني او روﺯني د آمر څارمن شاپور« بختيار» او د دوو نورو پولیس سرتیرو قاتل د دي ولايت د ملي امنيت د ﺯړورو او اتلو منسوبينو لخوا ونيول شو
د غزني ولايت د امنيه قومندان د ښووني او روﺯني د آمر قاتل ونيول شو
2 ثور 1398 ساعت 8:21
د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ د ښووني او روﺯني د آمر څارمن شاپور« بختيار» او د دوو نورو پولیس سرتیرو قاتل د دي ولايت د ملي امنيت د ﺯړورو او اتلو منسوبينو لخوا ونيول شو
. د امنيه قومندانۍ د ښووني او روﺯني آمر وسله والو شاوخوا يوه اونۍ مخکي ښار ته څيرمه په البيروني(مهاجرين) ښارګوټي کې په شهادت ورساوه. نيول شوى تروريست محمد خالد نوميږي او د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى چې دمګړۍ يې د غزني ښار په البيروني ښارګوټي کې ژوند کاوه. د هغه په وینا قومندان یې ورته د امنیه قومندانۍ د ښووني او روزني د آمر د شهادت په بدل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلداري انعام ورکړي دی. نيول شوي تروريست تر دي مخکي هم دوه پوليس سرتيري د بي غږه تمانچي په وسيله شهيدان کړي چې د تحقيقاتو په لړ کې يې پر خپلو جرايمو اعتراف کړى دى
د مطلب کود: 183777