کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طبیعي پیښو له ۳۳ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 ثور 1398 ساعت 9:08

د غزني ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو اړوند له هغو ۳۳ کورنیو سره نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشوه چې د وروستیو اورښتونو له کبله زیانمن شوي وو.



  د مرستو په دغه بسته کې له هغو ۱۱ کورنیو سره چې د اورښتونو له کبله یې هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول نړیدلي وو، هري کورنۍ سره(۱۵۰۰۰) افغانۍ نغدي، د آشپز خاني د یو بشپړ سیټ، ۱۲ مترمربع فرش، ۳ تختي کمپلي او ۱۲ مترمربع ترپال مرسته وشوه. دغه راز له ټولو ۳۳ کورنیو ته خوراکي مواد هم وویشل شول چې هري کورنۍ ته پکي( یوه ۵۰ کیلویې بورۍ اوړه، یوه ۵۰ کیلویې بورۍ وریژي، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره او یو کیلو چای).
 


د مطلب کود: 183783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183783/د-طبیعي-پیښو-له-۳۳-زیانمنو-کورنیو-سره-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com