د یادو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر نیول شوی چې ترهګرو غوښتل په کابل کې خپلې ترهګریزې موخې پرې پلې کړي.
له چاودېدونکو توکو ډک موټر د سروبي ولسوالۍ په حسن کلا کلي کې د ترهګر طالبانو له یوه پټنځایه کشف او ورسره دو قبضې راکټونه، یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، یو میل لس ډزه، ۳۵۰ کیلو ګرامه چرس او یو شمېر پیکا د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ؛ د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو کس له داعش ډلې سره د لاس لرلو په تور د کابل له بګراميو ولسوالۍ نیولی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)