کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 ثور 1398 ساعت 12:11

تېره شپه د پولیسو د عملیاتي ځواکونو ځانګړې قطعې د کابل د سروبي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي.


د یادو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر نیول شوی چې ترهګرو غوښتل په کابل کې خپلې ترهګریزې موخې پرې پلې کړي.
له چاودېدونکو توکو ډک موټر د سروبي ولسوالۍ په حسن کلا کلي کې د ترهګر طالبانو له یوه پټنځایه کشف او ورسره دو قبضې راکټونه، یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، یو میل لس ډزه، ۳۵۰ کیلو ګرامه چرس او یو شمېر پیکا د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ؛ د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو کس له داعش ډلې سره د لاس لرلو په تور د کابل له بګراميو ولسوالۍ نیولی دی


د مطلب کود: 183800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183800/کابل-کې-له-چاودېدونکو-توکو-ډک-موټر-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com