کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپیو: د دوحې ناستې ګډونوال باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 ثور 1398 ساعت 12:35

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ «بین الافغاني»خبرې یو مهم فرصت بللی دی.



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌مخې ښاغلي پمپیو پرون د «اپرېل میاشتې پر ۲۰مه» له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د یاد کنفرانس پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې ده.
د بیان له‌مخې مایک پمپیو او ولسمشر غني دې هوکړې ته رسېدلي چې د دوحې کنفرانس د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.
"پمپیو ټول اړخونه وهڅول ترڅو دغه لړۍ چټکه کړي او د کنفرانس د ګډونوالو پر مسئله سره تفاهم ته ورسیږي، ترڅو ژر تر ژره په دوحه کې یو بین الافغاني ډیالوګ ته لار هواره شي."
د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د دوحې «بین الافغاني»کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې له ۱۹ مې بیا د یادې میاشتې تر ۲۱ مې تر سره شوی وای د یاد کنفرانس د ګډونوالو پر سر د ناندریو له امله وځنډېدی.
افغان حکومت چې د یاد کنفرانس د ګډونوالو یو ۲۵۰ کسیز نوملړ یې چمتوو کړی و کوربه هېواد قطر یې پر ځای یو بل نوی لېست افغان حکومت ته ولېږۍ، چې افغان حکومت یې په اړه اعتراض وکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ وویل، چې د قطر هېواد په یاد کار سره یاد کنفرانس لغوه کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌مخې مایک پمپيو پرون له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د دې ترڅنګ د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان هم غندلی او زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات به د یوې هر اړخیزې سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو سره ولاړ وي.
په اعلامیه کې راغلي"د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغنده او د سولې یوې جامع هوکړې ته د رسېدو په لار کې له افغانانو سره د امریکا پيوستون او ملاتړ څرګند کړ، ترڅو روانو شخړو او ویجاړیو ته د پای ټکی کیښودل شي."
د افغان سولې په اړه د قطر د «بین الافغاني» کنفرانس پر ځنډېدو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ناهیلي ښودلې وه.

 


د مطلب کود: 183802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183802/پمپیو-د-دوحې-ناستې-ګډونوال-باید-ژر-تر-ژره-یوې-هوکړې-ته-ورسېږي

آوا
  https://www.avapress.com