کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: بین الافغاني کذاکرات به دا ځل په ازبکستان کې ترسره شی

2 ثور 1398 ساعت 15:14

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، ټاکل شوې چې دا ځل ازبکستان د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوت وکړي او زیاته کړې یې ده چې یادې خبرې به په سمرقند کې وشي.



ولسمشرۍ مانۍ د سولې د دغو خبرو په اړه چې په ثمر قند کې یې د کیدو خبر ورکړي، نور وضاحت نه دی وکړی چې کله به ترسره شي او څوک به یې ګډونوال وي.
تر دمخکې د قطر په پایتخت دوحه کې افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته تابیا نیوله شوې وه چې ټاکل شوې وه د اپریل میاشتې له ۱۹- ۲۱ نیټې پورې ترسره شي خو دغه غونډه ونشوه.
طالبانو بیا رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي وو چې د قطر غونډې د لغوه کیدو عامل حکومت دی .
د راپورونو له مخې طالبانو ویلي تر څو چې د قطر ناستې د نه ترسره کیدو علت څرګند نشي استازي به یې په هیڅ ناسته کې ګډون ونکړي.
 


د مطلب کود: 183812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183812/ولسمشر-غنی-بین-الافغاني-کذاکرات-دا-ځل-په-ازبکستان-کې-ترسره-شی

آوا
  https://www.avapress.com