دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 183821
د سریلانکا پرونیو بریدونو په اړه نوی جزئیات
په سریلانکا کې د پرونیو خونړیو حملو په اړه نوي جزئیات رابرسېره شوي دي.

 

د سریلانکا پولیس وایي، په پلازمېنه کلمبو کې د کلیساوو او هوټلونو په ګډون په یو شمېر ځایونو کې د تېرې ورځې په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۹۰ تنو ته رسېدلی او شااوخوا ۵۰۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

پولیسو دغه‌راز نن وویل چې د دغو حملو په تړاو یې تر اوسه ۲۴ مشکوک کسان نیولي دي.

په سریلانکا کې پرون په کلیساوو، عصري هوټلونو او نورو ځایونو ټولې نهه حملې وشوې چې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې راهیسې په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ حملې بلل شوي.

د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سیریسینا به د دغو حملو په تړاو د نړیوالو اړیکو د څرک معلومولو په هدف د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړي.
دا خبره د هغه دفتر نن په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.
ویل شوي چې ولسمشر په دې برخه کې له بهرنیانو د مرستې غوښتنې ځکه کوي چې استخباراتي راپورونه د دې ښکارندويي کوي چې د سیمه‌ییزو ترورېستانو تر شا بهرنۍ ترورېستي ډلې ولاړې دي.
په خپاره شوي بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې ولسمشر به په هېواد کې اظطراري حالت اعلان کړي چې نن له نیمې شپې جاري کېږي او پولیسو او پوځ ته د زیاتو صلاحیتونو اجازه ورکوي چې د محکمې له امر پرته مشکوک کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف کړي.

سریلانکا چې ۲۲ ميلیونه نفوس لري، اکثریت وګړي یې بودایي مذهبه دي، خو له اتو تر ۱۲ فیصدو پورې یې نور مذهبي اقلیتونه، مسیحیان، مسلمانان او هندوان تشکیلوي.
پولیسو ویلي چې په کلمبو کې پر درېیو عصري هوټلونو په حملو کې د امریکایانو، بریتانویانو، هندیانو او پورتګالیانو په ګډون، ۳۵ بهرنیان وژل شوي دي.
 

https://avapress.com/vdcirpazzt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته