کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیل‌زاد: د سفر تمرکز به د افغان سولې د بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ پر زیاتولو وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1398 ساعت 9:55

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بیا افغانستان او قطر ته روان شوی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، د اپرېل په ۲۲مه خبر ورکړ چې خلیل‌زاد به په‌دې رسمي دوره کې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او انګلستان ته ځي.
د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د خلیل‌زاد سفر د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د مې میاشتې تر ۱۱مې به دا دوره بشپړه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به په کابل کې د افغانستان د دولت له غړو او نورو افغانانو سره بیا هم د سولې په اړه مشورې وکړي.
هغه به افغانان د بین‌الافغاني ډیالوګ پیلولو ته وهڅوي.
زلمي خلیل‌زاد هم پرون د اپرېل په ۲۲مه پر ټویټر ولیکل، په‌دې سفر کې به د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ پر زیاتولو تمرکز کوم او ټول افغانان به خبرو او مذاکرو ته وهڅوم.
خلیل‌زاد پرته له دې چې کومې ځانګړې مسئلې ته اشاره وکري، لیکلي، پر لار یو خنډ د سوکه کېدو دلیل نه‌شي کېدلای.
 


د مطلب کود: 183852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183852/خلیل-زاد-د-سفر-تمرکز-افغان-سولې-بهیر-لپاره-نړیوال-ملاتړ-پر-زیاتولو-وي

آوا
  https://www.avapress.com