کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې بیګاه شپه(۶) هوایې او (۵) کومانډویې عملیات ترسره شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1398 ساعت 11:37

د غزني ولایت د مرکز، اندړو، ناوي، ده یک، ګیلان او آب بند ولسوالیو په اړوندو کې د افغان او ائتلاف هوایې ځواکونو لخوا پر وسله والو(۶) هوایې او د ځانګړو افغان ځواکونو لخوا ۵ کومانډویې عملیات ترسره شوي، چې پکي (۳۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي، (۱۲) تنه ټپیان شوي، (۹) تنه ژوندي نیول شوي، د وسلو یوه ډیپو او (۴۶) عرادي نقلیه وسایط یې له منځه وړل شوي دي.




په لومړي اقدام کې تیره شپه ائتلاف هوایې ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په شیر کلا او کومانډو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په محمد خیل او کمال خیل کلیو کې عملیاتونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې(۱۴) تنه وسله وال وژل شوي، (۷) تنه یې ژوندي نیول شوي او د وسلو یوه ډیپویې کشف او له منځه وړل شوي.

دغه راز تیره شپه د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د طالبانو پر یوي ډلي د توپچي برید کې (۲) وسله وال وژل شوي او (۴) تنه یې ټپیان شوي دي.

بلخوا د آب بند ولسوالۍ اړوند په کندهاري او چوري سیمو کې تیره شپه د هوایې او کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې (۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي، (۳) تنه یې ټپیان شوي او یو میل راکټ یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دی. د غزني ولایت د ناوي ولسوالۍ اړوند په بازار، نورالحق کلا او ګال سیمو کې تیره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو پر ډلو بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې (۱۰) تنه طالبان وژل شوي او دطالبانو اړوند (۴۱) عرادي موټرسایکلونه او (۵) عرادي موټر له منځه وړل شوي دي.
د ګیلان ولسوالۍ په مقرب سیمه کې هم د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې یو مشهور طالب قومندان ملا رمضان په ګډونه دوه وسله وال وژل شوي، یو تن ټپي شوي او دوه تنه یې ژوندي نیول شوي دي. په یوه بل اقدام کې تیره شپه هوايې ځواکونو د ده یک ولسوالۍ اړوند په بالای سیمه کې یو هاموي ټانګ چې مخکي له نامعلوم ځای څخه وسله والو ترلاسه کړی له منځه وړی دی.
او په وروستي اقدام کې تیره شپه د مرکز غزني اړوند په زیوج او کلاغج سیمو کې د هوایې ځواکونو په عملیاتو کې (۲) تنه طالبان وژل شوي او (۴) تنه یې ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 183859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183859/غزني-کې-بیګاه-شپه-۶-هوایې-او-۵-کومانډویې-عملیات-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com