دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 183868
دفاع وزارت: غزنې ولایت لپاره طالبانو نظامي مرستیال او دوو ډلګۍ مشران وژل شوی
د افغانستان دفاع وزارت وایي، پرون د ثور په ۲ مه د غزني ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې د هوايي حملو او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د دغو ولایت لپاره د طالبانو د نظامي مرستیال او دوو ډلګۍ مشرانو په ګډون ۳۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، پرون دوشنبه د ثور په ۲ مه  د آب بند ولسوالۍ په خدو خېل کلي کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ او د ځمکي چاڼېزو عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي.
خبر پاڼه زیاتوي، د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په والي نومي کلې کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې مولوي زاهد او منور چې د طالبانو ډلګۍ مشران وو له خپلو ۶ ملګرو سره په هوایي برید کې په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله د غزني ولایت په مرکز مستوفي نومي کلي کې د طالبانو پر یوه مهمه اډه هوایې حمله شوې چې په پایله کې یې د غزني ولایت لپاره د طالباني نظامي مرستیال مولوي شینواري په ګډون ۵ ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز د غزني ولایت د مرکز اړوند شالېز په کلي کې په یوه هوایي حمله کې  ۲ نور طالبان هم وژل  شوي.
 
https://avapress.com/vdcjmtevouqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته