دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 183877
مسکو کې د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته جوړېږي
ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکا او چین د استازو دوهمه درې اړخیزه ناسته تر سره شي.
په کابل کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ د «اپرېل پر ۲۳مه» په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

بیان وايي:" ټاکل شوې په دغه غونډه کې د افغانستان پر حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او همدارنګه د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشي."

د روسیې سفارت زیاتوي چې دغه درې اړخیزه غونډه د افغانستان په اړه د خبرو یو نوی نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو لوبغاړو یوه هڅه ده چې له دغو هڅو څخه د ملاتړ په هدف تر سره کېږي.

په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلو، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د چین ځانګړی ډنګ زیجن ګدون کوي.

روسیه پر داسې مهال د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې ناستې کوربتوب کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو اوم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د خپل دغه شل ورځني سفر په ترڅ کې له بریتانیې روسیې، پاکستان او هند څخه د لیدنې په ترڅ کې د افغان سولې له بهیر څخه د نړیوال ملاتړ د راجلبولو هڅه وکړي
https://avapress.com/vdcjatevauqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته