دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 183888
د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات محصولي ګمرک په لیږد ترلس زره زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه برابرېږي
د هرات محصولي ګمرک د مالیې وزارت د رهبرۍ له پریکړې سره سم خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو، هیوادوالو ته د کار موندنې او په شفاف ډول د ملي عوایدو راټولیدو په موخه د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته ولیږدول شو.

د هرات محصولي ګمرک په لیږدولو سره چې له اسلام کلا څخه ۱۲۰ کیلو متره فاصله لري ملي سوداګرو، پانګه والو او متشبیثینو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي او اسلام کلا ته د دې ګمرک لیږدولو موخه په سوداګریز مرکز او اقتصادي زون د اسلام کلا بدلیدل، د هرات ولایت د اسلام کلا، کوهسان، غوریان او زنده جان ولسوالیو ښاري پراختیا، له اداري فساد، د توکو له قاچاق کولو او د جنس له بدلولو څخه مخنیوی او د دې ترڅنګ تر لس زره زیاتو کسانو ته دایمي کار رامنځته کول دي.
د یاد ګمرک د لیږدولو پروسه ازمایښتي ده او په لومړي پړاو کې د هرات ګمرک ۶۰ تنه تخنیکي کارکوونکي اسلام کلا ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد د نورو ګمرکونو مطالعه هم دوام لري چې د اړتیا په صورت کې به اړوندو پولو ته ولیږدول شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwfb8wrhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته