کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات محصولي ګمرک په لیږد ترلس زره زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه برابرېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1398 ساعت 16:06

د هرات محصولي ګمرک د مالیې وزارت د رهبرۍ له پریکړې سره سم خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو، هیوادوالو ته د کار موندنې او په شفاف ډول د ملي عوایدو راټولیدو په موخه د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته ولیږدول شو.



د هرات محصولي ګمرک په لیږدولو سره چې له اسلام کلا څخه ۱۲۰ کیلو متره فاصله لري ملي سوداګرو، پانګه والو او متشبیثینو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي او اسلام کلا ته د دې ګمرک لیږدولو موخه په سوداګریز مرکز او اقتصادي زون د اسلام کلا بدلیدل، د هرات ولایت د اسلام کلا، کوهسان، غوریان او زنده جان ولسوالیو ښاري پراختیا، له اداري فساد، د توکو له قاچاق کولو او د جنس له بدلولو څخه مخنیوی او د دې ترڅنګ تر لس زره زیاتو کسانو ته دایمي کار رامنځته کول دي.
د یاد ګمرک د لیږدولو پروسه ازمایښتي ده او په لومړي پړاو کې د هرات ګمرک ۶۰ تنه تخنیکي کارکوونکي اسلام کلا ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد د نورو ګمرکونو مطالعه هم دوام لري چې د اړتیا په صورت کې به اړوندو پولو ته ولیږدول شي.
 


د مطلب کود: 183888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183888/د-اسلام-کلا-سرحدي-ګمرک-ته-هرات-محصولي-په-لیږد-ترلس-زره-زیاتو-کسانو-دایمي-کار-زمینه-برابرېږي

آوا
  https://www.avapress.com