کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د ناټو وتل افغانستان کې دایمې سولې سره تړلي دي"

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1398 ساعت 17:34

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وایي، له دغه هیواده د ناټو ځواکونو وتل په دې پورې تړلي دي چې افغانان په خپل منځ کې د افغانستان د راتلونکي په اړه یو سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.


ښاغلی کې وایې، داسې جوړجاړی چې تلپاتې سوله راولي، ناټو هېوادونه ډاډمنوي چې افغانستان بیا د ترهګرو پټن ځای نه ګرځي. د ده په وینا په داسې یوه حالت کې به بیا افغانستان کې د ناټو ماموریت پای ته رسیږي.
د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې له بي بي سي سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل:
"موږ او امریکا دلته په ګډه راغلي یو او د ناټو په چوکاټ کې ګډ کار کوو، او کله چې وځو هم یوځای به وځو. خو هغه وخت چې ماموریت پای ته ورسیږي".
ښاغلې کې ویلي، په افغانستان کې د ناټو ماموریت هدف ډیر روښانه دی، او هغه دا چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.
د ښاغلي نیکولاس په خبره د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې د یوه داسې تړون غوښتونکي دي چې د هېواد د راتلونکې لپاره پکې ټول افغانان ځان وویني، داسې سوله چې د تېرو کلونو ټولې لاسته راوړنې، لکه بشري حقونو ته درناوی، دیموکراسي، ښه حکومتولي او پیاوړي بنسټونه په کې خوندي شي.

د ناټو ملکي استازي د افغانانو ترمنځ پر خپلمنځي خبرو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، ناټو په ښکاره توګه د دې پلوي کوي چې د میز تر شا د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه یوازې د افغانانو کار دی.
هغه وویل:
"له افغانانو مې هدف ټول افغان وګړي دي. مدني فعالان، ښځې، ځوانان، سیاسي څېرې او طالبان باید سره کښیني او خپلې ستونزې هوارې کړي".
 


د مطلب کود: 183897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183897/د-ناټو-وتل-افغانستان-کې-دایمې-سولې-سره-تړلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com