کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شو

آریانا نیوز , 3 ثور 1398 ساعت 18:57

د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلام کړ.



د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په لیږل شوي وروستي نوملړ کې مو هیڅ نوماند ندی حذف کړی؛ ځکه، چې په وړاندې هیڅ اعتراض ندی شوی.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینوارې  وایي، له څېړنو وروسته مو دا نوملړ وروستی کړی او هیڅ نوماند له دې نوملړه ندی ویستل شوی.
د ولسمشریزو ټاکنو اتلس کسیز نوملړ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږل شو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي  قاسم الیاسي وایي، له بېلابېلو ادارو څخه د نوماندانو په اړه معالومات غوښتل شوي وه، چې د اطلاعاتو له څېړلو وروسته د نوماندانو وروستی نوملړ ترتیب شو.
ټاکل شوې، چې د روان کال د تلې پر ۶ ټول ۱۸ نوماندان  په خپلو کې ولسمشریزو ټاکنو ته سیالي وکړي.
 


د مطلب کود: 183905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183905/د-ولسمشریزو-ټاکنو-نوماندانو-وروستی-نوملړ-کمیسیون-ته-ولیږل-شو

آوا
  https://www.avapress.com