د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په لیږل شوي وروستي نوملړ کې مو هیڅ نوماند ندی حذف کړی؛ ځکه، چې په وړاندې هیڅ اعتراض ندی شوی.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینوارې وایي، له څېړنو وروسته مو دا نوملړ وروستی کړی او هیڅ نوماند له دې نوملړه ندی ویستل شوی.
د ولسمشریزو ټاکنو اتلس کسیز نوملړ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږل شو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي وایي، له بېلابېلو ادارو څخه د نوماندانو په اړه معالومات غوښتل شوي وه، چې د اطلاعاتو له څېړلو وروسته د نوماندانو وروستی نوملړ ترتیب شو.
ټاکل شوې، چې د روان کال د تلې پر ۶ ټول ۱۸ نوماندان په خپلو کې ولسمشریزو ټاکنو ته سیالي وکړي.