کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشریزو ټاکنو احتمالی کاندیدانو اسنادو ارزونه بشپړ شو

3 ثور 1398 ساعت 19:57

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزول‌یې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله.



د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړه‌یې کره معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دی اړه وویل، څرنګه چې موضوع ډېره تازه ده، لېستونه به په دقت سره مطالعه او اعلانولو ته به‌یې تصمیم ونیول شي.


د مطلب کود: 183909

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183909/ولسمشریزو-ټاکنو-احتمالی-کاندیدانو-اسنادو-ارزونه-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com