دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 183909
ولسمشریزو ټاکنو احتمالی کاندیدانو اسنادو ارزونه بشپړ شو
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزول‌یې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجه‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله.

د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړه‌یې کره معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دی اړه وویل، څرنګه چې موضوع ډېره تازه ده، لېستونه به په دقت سره مطالعه او اعلانولو ته به‌یې تصمیم ونیول شي.
https://avapress.com/vdcfxmdy1w6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته