دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 183916
یونما: د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربعه کې ولسي مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه کمه شوې
په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربعه (لومړیو دریو میاشتو) کې د ملکي تلفاتو د کمښت په برخه کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۳ سلنه کموالی راغلی او له ۲۰۱۳ کال راهیسې په لومړۍ ربعه کې د ملکي تلفات تر ټولو کمه شمېره ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان زږدیز کال په لومړی ربعه کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه خپور شوی راپور ښایي چې، د جنوري له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د ماشومانو د ۵۸۲ تلفاتو ( ۱۵۰ مړه او ۴۳۲ ټپیان) په ګډون، ۱۷۷۳ ملکیانو ( ۵۸۱ مړه او ۱۱۹۲ ټپیان) ته تلفات اوښتي.
د راپور له مخې، په ټولیز ډول ملکي تلفاتو کې دغه کموالی د ځانمرګو چاودیدونکو توکو بریدونو په پایله کې ملکي تلفاتو کې د کموالي له امله رامنځ ته شوی.
یونما وایي چې، دا لا روښانه نده چې ایا د ملکي تلفاتو کې کمښت په جګړې کې د ښکېلو ډلو له خوا نیول شوي تدابیر دي چې ملکي وګړي په ښه توګه خوندي وساتي یا جګړه کې د ښکېلو خواو تر منځ روان مذاکراتوله امله دی.
د ۲۰۱۹ کال د لومړیو دریو میاشتو پر مهال، دولت ضد عناصر د اکثرو ملکي تلفاتو مسؤل پاته شوي چې، د ټولټال ۹۶۳ ملکي تلفاتو( ۲۲۷ مړه او ۷۳۶ ټپیان) لامل شوي. طالبانو ته ۳۹ سلنه، داعش ته ۱۲ سلنه او نا پیژاندو دولت ضد عناصرو ته دري سلنه ملکي تلفات منسوب کړي شوي.
په راپور کې راغلي: « د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع کې، یوناما د ملکي کسانو د عمدي هدف ګرځولو په پایله کې ۵۲۹ ملکی تلفات مستند کړي. د بیلګې په توګه، د مارچ په ۷ په کابل کې، داعش/ د اسلامي دولت د خراسان څانګې د خلکو په ګڼه ګونې چې د یوه مشهور هزاره نژادي د تلین مراسم لمانځل د هاوانو ۱۲مرمۍ فیر کړې چې په پایله کې یې ۱۱تنه ملکي کسان ووژل شول او نور ۱۰۴ تنه ټپیان شول. داعش/ د اسلامي دولت خراسان څانګې د پیښې مسولیت ومانه. د مارچ په ۲۳ په یوه بله پیښه کې د هلمند ولایت په لشکرګاه کې، د نوروز د لمانځلو په مراسمو کې د ملکي حکومتي چارواکو په وړاندې د طالبانو له خوا د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو یو برید ترسره شو چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان ووژل شول او نور ۴۵ تنه ټپیان شول. طالبانو د پیښې مسولیت ومانه.»
۲۰۱۹ کال د جنوري د لومړۍ او د مارچ د ۳۱ نیټې تر منځ، یوناما ټولټال ۶۰۸ ملکي تلفات ( ۳۰۵ مړه او ۳۰۳ ټپیان) دولت پلوه ځواکونو ته منسوب کړې چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۳۹ سلنه زیاتوالی ښیي.
د راپور پر بنسټ د ۲۰۱۹ کال د اولې ربعې په ترڅ کې د دولت ضد عناصرو په پرتله دولت پلوه ځواکونه د زیاتو ملکي تلفاتو لامل شوې.
یوناما افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ۱۷ سلنه، نړیوالو پوځې ځواکونو ته ۱۳، دولت پلوه وسله والو ډلو ته دوه سلنه او ګڼ شمیر دولت پلوه وسله والو خواکونو ته دوه سلنه تلفات منسوب کړي، خو د افغانستان امنیتي ادارو تر دې دمه د یونما د خپاره شوي راپور په اړه څه ندي ويلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfs0f9yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته