دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 183937
مسکو د افغان سولې درې اړخیزې ناستې ته چمتوالی نیولی
په کابل کې د روسیې سفارت په ډاګه کړې، چې تر راتلوونکیو دوه ورځو به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه ناسته تر سره شي.

د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۵ مه به په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او امریکا د ځانګړیو استازیو درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې غونډه کې د امریکا او دنګ شيجون به د چین په استازیتوب ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د روسیې په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون کوي او په دوحه کې به د امریکايي او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو اترو او همدارنګه په افغانستان کې د ملي پخلاینې د راتلونکي په اړه هم بحث او خبرې وشي.
ویل کیږي، چې روسیه، چین او امریکا همغږي شوي، چې د افغان سولې په اړه د افغانستان د ګاونډ هېوادونو او د سیمې دولتونو ګټې هم راونغاړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgww9quak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته