کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د "طالبانو او داعش" ترمنځ جګړې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1398 ساعت 18:09

د ننګرهار شیرزادو او خوږیاڼو کې د "طالبانو او داعش" ډلې د جګړو په وجهه تېرو دوو ورځو کې تر ۴۰۰ کورنۍ کډوالې شوې او دغه لړۍ لا هم روانه ده.



په شیرزادو او خوږیاڼو کې د "داعش او طالبانو" تر منځ د تازه جګړې دوه ورځې کېږي، خو سلګونو ځايي خلکو د جنګ له سیمې کډې کړي او څه لا په تېښه دي.
د ننګرهار د کډوالو اداره وايي تېرو دوو ورځو کې تر ۴۰۰ ډېرو کورنیو خپلې مېنې پرېيښي او خوندي سیمو ته راوتلي دي.
ګڼ شمېر کډوال چې په موټرو کې یې د خپلو کورونو لږ وسایل اچولي وو، ډېرو یې ویل له جګړې راووتل، خو لا مالومه نه ده چې چرته لاړ شي.
دوی وايي ډک کورونه ترې پاتې شوي او حکومت او خیریه ادارې دې له دوی سره مرستې وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي په خوږیاڼو او شیرزادو کې د داعش او طالبانو تر منځ له جګړې کډوالو کورنیو ته مرستې ور ورسوي.
هغه وايي ژر ده چې په سیمه کې د دواړو ډلو په ځپلو پسې پوځي عملیات وکړي.
د خوږیاڼو په وزیرو کې خو له نژدې یو کال راهیسې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ وخت ناوخته جګړې تودېدلې، خو په شیرزادو کې د حکومت ددغو مخالفو وسله والو نښتل تازه دي او چارواکي وايي د سیمو د امن کېدو لپاره لاس په کار کېږي.
تر اوسه لا طالبانو او داعش ډلې د دغې جګړې او په جګړې کې د بې ځایه شویو خلکو په اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 183946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183946/ننګرهار-کې-د-طالبانو-او-داعش-ترمنځ-جګړې-سلګونه-کورنۍ-بې-ځایه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com