دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 183947
د جمهوري ریاست ټول کاندیدان په نهايي لست کې شامل دي
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو ۱۸ کاندیدانو نومونه په نهايي لست کې شته.

د کمیسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات امریکا غږ ته وویل "د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون ته د کاندیدانو نهايي لست استولی او هېڅ یو کاندید یې هم نه دی حذف کړی. "
ټاکل شوې چې د ټاکنو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ (اپریل۲۵) د کاندیدانو ترمنځ قرعه کشي وکړي او د رایې اچونې په پاڼو کې یې د نومونو ترتیب برابر کړي.
په همدې حال کې د عادلانه او شفافو ټاکنو بنسټ ویلي دي چې د کاندیدانو اسناد او په خاص ډول د هغوی تابعیت په سم ډول ارزول شوي نه دي او په دې اړه معلومات له څارونکو ادارو سره هم شریک کړل شوي نه دي.
د افغانستان اساسي قانون وايي د جمهوري ریاست کاندید باید " افغان تابعیت ولري، مسلمان او د افغان مور-پلار څخه زېرېدلی وي او د بل هېواد تابعیت ونلري."
قانون همدغه راز ټېنګار کوي چې کاندیدان باید په بشري جرمونو تورن او له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې نه وي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۸ د حمل/وري په میاشت کې شوې وای خو د ځینو دلایلو او ستونزو له کبله د میزان/تلې شپږمې نېټې ته وځنډول شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnzq23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته