دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 183951
د ملي امنیت شورا نوي مرستیالان معرفي شول
د ملي امنیت شورا دفتر د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د منظورۍ په اساس، د دغه دفتر درې تنه مرستیالان نوي شول.

د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ولي منور د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اوسني سرپرست وزیر سید انور سادات پر ځای او د اعلی سر قوماندانۍ مرستیال محمد حمید طهماسي د ملي دفاع وزارت د اوسني لومړي مرستیال ‌‌‌‌‌‌ډګر جنرال یاسین پر ځای، تقرر تر لاسه کړ.
همدا شان د سولې د موضوع ارزښت ته په کتلو، له ملکي کسانو د ساتنې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې لپاره، ملي امنیت شورا دفتر کې یو معاونیت اضافه شو او د سولې او له ملکیانو د ساتنې پوست ته د شهرزاد اکبر ګومارل کېدل منظور شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp1qss2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته