دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 183978
امریکايي چارواکی: سولې موافقه ممکن د ژور داخلي خفګان سبب شي
یو امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی، چې ممکن په افغانستان کې د تیرې اولس کلنې جګړې د پای ته رسیدلو لپاره د سولې موافقه به په دغه هیواد کې د یوې نوې بې ثباتۍ سبب شي، چې ورسره د نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه شوې ډیرې لاس ته راوړنې به له منځه لاړې شي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل " مونږ ټول سوله غواړو".
خو هغه وویل اندیښنه شته، چې د سولې موافقې هڅونه به د سولې د تړون د تل پاتې اغیزو د پلان جوړونې چارې تر سیورې لاندې راولي.
ښاغلي سپکو وویل " مونږ نږدې یو تریلیون ډالره په افغانستان مصرف کړي دي".
هغه زیاته کړه " دا ټول په خطر کې دي، که چیرې مونږ د سولې د تړون یوه ورځ وروسته د یو بشپړ ناسم مدیریت سره مخ شو ".
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش، په دې برخه کې د افغان حکومت خراب مالي وضعیت یادونه کړې او ویلي دي، چې افغان حکومت د افغان امنیتي ځواکونو معاشونو لپاره د پیسو د برابرولو په برخه کې پر امریکا متکي دی، چې هغه دا اتکا ترټولو زیاته د اندیښنې وړ ګڼلې ده.
د ړنګیدو فرمول
ښاغلی سپکو وايي " په بې ساري ډول نه یوازې د (امریکايي او ائتلافي ځواکونو) د سرتیرو شمیر کمیدل بلکې په بې ساري ډول افغان حکومت ته د مالي ملاتړ کمیدل به د حکومت د ړنګیدو په معنی اوسي".
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش وویل "که چیرې اقتصادي وضعیت د بخران سره مخ شي او یا هم د هغوی معاشونه ورنکړل شي، یا که چیرې مونږ پیسې برابرې نه کړو، تاسو شاوخوا پنځه سوه زره د پوځ سرتیري او پولیس لرئ، چې ټرنینګ یې لیدلی او وسلې هم لري ".
همداشان ښاغلي سپکو وویل" تاسو ۶۰ زره طالبان لرئ، چې د وژلو لپاره یې تعلیم لیدلی دی. هغوی غواړي، چې په ټولنه کې بیرته مدغم شي. د دې لپاره پلان".
همداشان هغه وویل، چې نا بشپړ پلان کیدای شيد بیا رغونې په برخه کې د یو شمیر ډیرو مهمو لاس ته راوړنو اغیزه وکړي.
ښاغلي سپکو وویل " د روغتیايي مرکزونو، پوهنې، ښځو پورې اړوند مسلو کې بریالیتوبونه ترلاسه شوي دي".
هغه زیاته کړه " دا ټول تر خطر لاندې دي، که چیرې مونږ یې د سولې په خبرو کې ساتنه ونکړو ".
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش، دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد بیا افغانستان او سیمې ته خپل سفر پیل کړی دی.
ټاکل شوې، چې ښاغلی خلیلزاد به نن په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې او چین د ځانګړو استازو سره د افغانستان په مسله خبرې وکړي.
همداشان په پام کې ده، چې ښاغلی خلیلزاد به د خپل دغه سفر په ترڅ کې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دې اونۍ په سر کې امریکا غږ ته وویل، چې طالبان د امریکا سره د خبرو بیا پیلیدو ته لیواله دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzfb8wrhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته