دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۴
د مطلب کود : 184008
په غزنې کې د طالبانو یوې ډلې ډلګۍ مشر مولوي فیاض وژل شوی
دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د مولوي ادریس ډلې طالب ډلګۍ مشر مولوي فیاض له خپلو دوو ساتونکو سره په یوه هوايي حمله کې وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، دغه هوایي برید پرون چهار شنبه (د ثور په ۴مه)  له غرمې مخکې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان مولوي فیاض پر موټر  تر سره شوی، چې په ترڅ کې مولوي فیاض او د هغه ٢ ساتونکي وژل شوي ، موتر او ٢ میله وسلې یې له منځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgzt9q7ak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته