کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې د طالبانو بندیخاني څخه ۵۳ تنه بندیان خوشي کړل شوي

6 ثور 1398 ساعت 17:39

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۵۳ زندانیان را خوشي کړل شوي دي.



د دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې، د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په اولم کلي  کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډو عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه زندانیان چې اکثریت یې سرتېري دي، را خلاص کړای شوي دي. د دې عملیاتو په دوران کې ۸ طالبان هم وژل شوي دی.
د خبر پاڼې له مخې، په دغو را خلاص کړل شوو زندانیانو کې، ۴ کسه د کومانډو ځواکونو پرسونل، ۴ کسه پولیس سرتیري، ۴ کسه سیمه ییز پولیس، ۳۲ کسه د ملي اردو سرتیري، ۱ د ملي امنیت کارمند او ۸ تنه نور ملکي وګړي شامل دي.
 


د مطلب کود: 184025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184025/په-زابل-ولایت-کې-د-طالبانو-بندیخاني-څخه-۵۳-تنه-بندیان-خوشي-کړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com