دخپریدو نیټه :جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 184026
ولسي جرګې ۱۷ مې تقنیني دورې لومړۍ غونډه نن د افغانستان ولسمشر له خوا پرانیستل شوه
ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې له انتخاباتو شپږ میاشتې وروسته د دغې جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لومړۍ غونډه د افغانستان د ولسمشر له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه او د جرګې غړو په کې د لوړې مراسم ترسره کړل.


ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د افتتاح په مراسمو کې وویل، د انتخاباتي کمېسیونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له ا مله دغه ورځ شپږ میاشتې وځنډېده.
ده وویل:
"موږ باید شپږ میاشتې مخکې د دغې ورځې شاهدان وای، موږ ۶ میاشتې انتظار وکړ، ځکه د انتخاباتي کمېسیونونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له امله د انتخاباتو نتایج وځنډېدل، نن خوښ یم چې د خلکو کور د ملت د استازو کوربه دی، تاسې ته دې مبارک وي."
ولسمشر په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازو په نه شتون خواشیني وښوده او تینګار یې وکړ چې د انتخاباتي کمېسيونونو له خوا دې ژر د دغه ولایت د انتخاباتو نتایج هم اعلا ن شي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیتي دورې له پیل سره سم د کوچیانو د حوزې په ګډون، د کابل او پکتیا له ولایتونو پرته د درې پاتې ولایتونو د انتخاباتو نتایج اعلان کړل.
ښاغلي غني د ولسي جرګې نویو غړو ته وویل، تاسي باید خپل صلاحیتونه له قانون سره سم عیار او خلکو ته لا خدمتونه ترسره کړئ.

ښاغلي غني وویل:
"د تېرو دورو نیمګړتیاوې باید تکرار نه شي، راځئ چې د درې ګونو قوو په همغږۍ دغه دوره د ملي یووالي د پیاوړتیا په نوم یاده کړو."
ښاغلي غني د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلي او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې د دغو ځواکونو له مسؤلینو سره له پخوا زیاته همکاري وکړي.
ځینو کاندیدانو چې د انتخاباتو په لومړي لېست کې راغلي او تر پرونه یې په دغو شرایطو کې د جرګې له پرانیستلو سره مخالفت کاوه، نن یې دغه اقدام وستایه.

ښاغلي غني داهم وویل چې ځینې د شکونواو بدګمانیو په خپرولو سره غواړي قانون کمزوری کړي او د کودتا په فکر کې شي، خو د ده په خبره، قانون خپل حاکمیت لري او اوس د کودتاګانو وختونه تېر شوي دي.
که څه هم ځیني سیاسیون د جوزا له لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار موده غیر قانوني ګڼي، خو ښاغلي غني د ولسي جرګې په پرانيسته کې وویل، له ولسمشریزو انتخاباتو پورې ولسمشر دی او له خلکو او امنیتي ځواکونو سره ېې خواخوږي مسؤلیت دی، نه انتخاباتي کمپاین.
د ولسی جرګې ۱۷مه تقنیني دوره په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې په پام کې ده د سولې مشورتي لویه جرګه تر راتلونکو درې ورځو پورې په کابل کې جوړه او د خلکو استازي به په کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcgxt9q3ak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته