دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 184038
زلمی خلیلزاد: روسیه او چین افغانستان بحران په حل کې مهم رول لوبولای شی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، روسیه او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبولای شي.

خلیلزاد پرون د اپرېل په شپږویشتمه په مسکو کې په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې او چین له استازو خبرې کړې دي.
هغوی په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پای کې یو ګډ بیان خپور کړی چې له طالبانو غوښتنه په کې شوې چې ژر د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرې پیل کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي ویلي واشنګټن تمه لري چې روسیه او چین به د افغانستان د سولې له پروسې سره په مرسته کې مهم رول ولوبوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د پرونۍ درې اړخيزې غونډې هدف د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول و.
زلمي خلیلزاد پرون تر غونډې وروسته، د روسیې له خبري اژانس انټرفکس سره په مرکه کې د افغانستان د سولې په اړه د درېیو هېوادونو ناسته مهمه بللې ده.
خلیلزاد په مسکو کې انټرفکس ته ویلي:
"موږ هیله لرو چې روسیه به له خپل نفوذه کار واخلي او په هغو مواردو کې به چې خبرې ورباندې وشوې، لکه د تشدد کمېدل، د ترورېزم پرضد د مبارزې میکانیزمونه او ضمانتونه، تر موافقې وروسته د افغانستان وضعیت او بین الافغاني خبرې او ډیالوګ او د لارې د یوې نقشې جوړولو کې به مرسته وکړي."
په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې د اعلامیې متن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شوی دی.
د امریکا، چین او روسیې استازو له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان له لوري له یوه پلاوي سره چې د حکومت استازي هم په کې وي، مذاکرې پيل کړي.
په دې ګډه اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو غږ شوی چې ژرترژره د اوربند موافقه وکړي.
خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په تړاو رسمي دوره پیل کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هغه دا سفر به د مې میاشتې تر یولسمې دوام وکړي.
خلیلزاد به کابل او دوحې ته هم ولاړ شي.
د واشنګټن په وینا، خلیلزاد به بیا هم د افغانستان د حکومت له غړو، د افغانانو له استازو او همدا راز د طالبانو له سیاسي دفتر سره د روغې جوړې لپاره د مذاکرو پر امکان خبرې وکړي.
خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته سفر پیل کړی چې کابل به د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه وي.
 
https://avapress.com/vdcjtxevouqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته