دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 184042
جمهوررئیس د ملي شورا د اولسمې دورې پرانیسته کې: د پارلمان له شنه کارت پرته به د سولې هیڅ معامله او مذاکره ونشي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ولسي جرګې نویو استازو ته په خپله وینا د ملي شورا اولسمه دوره پرانیسته.
په پیل کې د ولسي جرګې موقت رئیس عطامحمد دهقانپور د وکیلانو په استازیتوب وویل، نن د افغانستان د خلکو پر وړاندې ژمنه کوو چې را سپارل شوې دندې یانې قانونګذاري، د حکومت پر کړنو څارنه او د خلکو استازیتوب په ښه توګه ترسره کوو، تر څو د هغوی د ارزښتناک باور وړ وګرځو او د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کړو.
هغه زیاته کړه، موږ ځان مکلف ګڼو چې له دوه نورو قواوو سره په تعامل د خپلو خلکو په خدمت کې اوسو، د ملي ګټو او مصالحو پر مبنا خپل مسوولیتونه ترسره او خپل واکونه د اساسي قانون مطابق اعمال کړو.
ورپسې جمهوررئیس غني د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شهیدو استازو په حق کې د مغفرت دعا ترڅنګ د ولسي جرګې نویو استازو ته د نویو مسوولیتونو مبارکي وویله او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه. همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روح ته چې د ټاکنو د امنیت د تامین په خاطر یې ځانونه قرباني کړل، دعا وکړه او هغوی یې د ولسواکۍ ساتندویان وبلل.
جمهوررئیس غني وویل، نن د ملت په کور کې د ځوانو وکیلانو پراخ حضور د نوي افغانستان زېری له ځان سره لري. که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد د ملي شورا هم اکثریت غړي د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي.
د هیواد جمهوررئیس د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي او د هغوی په چارو کې نه لاسوهنې ته په درناوي څرګنده کړه، حکومت د هغو بنسټونو استقلالیت ته چې اساسي قانون ورکړی، بشپړ درناوی لري او په چارو کې یې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې. جمهوررئیس زیاته کړه، د کابل ولایت د استازو خالي ځای د منلو نه دی او باید دا خلا د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په خاطر د یو ضرب العجل په ټاکلو ډکه شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، قانون ګذاري، د خلکو استازیتوب او د حکومت څارنه کې د ولسي جرګې د رول په درک کولو سره تاسو ټولو دولتي اسنادو ته په لاسرسي لرلو سره کولای شئ ملي او محلي لومړیتوبونه تفکیک کړئ او له اجرائیه قوې سره په همدلۍ  د حکومت پر کړنو څارنه له مغرضانه شکل څخه لیرې او په ملي او هدفمنده پروسه بدله کړئ. جمهوررئیس زیاته کړه، د تېرو دورو اشتباهات باید تکرار نشي.
محمد اشرف غني تحمیلي جنګ، د طالبانو او تروریستي ډلو د تمویل لپاره مستقیمه بهرنۍ مداخله په هیواد کې د جنګ عمده دلایل وبلل او وې ویل، د دې ټولو ترڅنګ د ځواکونو په تعیناتو او ځای پرځای کولو کې د سلګونو سیاسي او غیر ملي سلیقو موجودیت د امنیتي او دفاعي تدابیرو د کمزورۍ او پڅوالي لامل وو. اصلاحات او تقویت مو پیل کړی. د اصلاحاتو او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا پر وړاندې یې سلګونه خنډونه ایجاد کړل، خو وې نشو کولی چې هغه ودروي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د ملت او امنیتي ځواکونو هیله داده چې ملي شورا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړي، انګیزه ورکوونکي ـ معنوي او سیاسي حامي په توګه اوسي. هغه زیاته کړه، زه باور لرم چې تاسې به له پخوانۍ دورې څخه په زیات تفاوت د امنیتي سکتور له مشرتابه سره ستراتيژیکه همکاري ولرئ او  په دغو حساسو شرایطو کې به د پخوا خلاف ځانونه سلیقه يي خواهشاتو، بي ځایه ګومارنو او نورو چارو کې بوخت نه کړئ.
جمهوررئیس غني بې وزلي د هیواد لویه ستونزه وبلله او د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د امنیتي ځواکونو د تمویل او وطنوالو ته د خدماتو برابرولو لپاره یې اقتصادي انکشاف یوه څرګنده اړتیا وبلله. هغه زیاته کړه، سخته اړتیا لرو تر څو خپلې اوبه مهار او خپل کانونه استخراج کړو، نوي نسل ته تعلیم او مهارتونه ور زده کړو، نه بې ګټې معلومات.
جمهوررئیس وویل، زموږ خلکو بار بار ثابته کړې چې مرکزیت پلوي او په ټول هیواد کې د قوي او  د قانون عملي کولو ته ژمن دولت غوښتونکي دي. د افغانستان مرکزي ادارې هم باید افغانستان محوره شي او د متوان پرمختګ لپاره خپل ټول کوښښونه وکړي. هغه زیاته کړه، زموږ د محلي حکومتولۍ ستراتیژي د عملي کېدو په حال کې ده او زه ژمن یم چې ولایتونو او ښاروالیو، ولسوالیو او د افغانستان کلیو ته کافي واکونه برابر کړو.
جمهوررئیس د سولې بهیر او په هیواد کې د ثبات تامین کې د ملي شورا رول ارزښتناک وباله او وې ویل، سوله زموږ لومړنۍ اړتیا ده. د سولې منسجمه او منظمه طرحه مې برابره کړې، هغې ته متعهد او ورباندې باورمند یم. هغه زیاته کړه، زما د طرحې په اساس به هیڅ مذاکره او معامله چې د پارلمان شین کارت له ځانه سره ونه لري، ونشي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ډاډه اوسئ چې تاسو به د سولې ټیم اساسي برخه یاست. د سولې په پروسې مالکیت یعنې دا چې د ملت استازي په ابهام کې نه وي. هغه زیاته کړه، تاسو ته ډاډ درکوم چې د سولې رمز زموږ په یووالي کې دی.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، جمهوري نظام به تداوم وکړي او دا د عزت وړ ملت دی نه د سرټیټۍ، پاشل کېدو او هر ځل له صفر څخه د پیلېولو. ذلت او سرټیټي د دښمن ده. هغه زیاته کړه، هغوی چې د ابهام، شک او بدګومانۍ په خپرولو سره زموږ د ملي وثیقې یانې اساسي قانون کوښښ کوي، کودتاچیانو ته ورنږدې دي، زه ورته وایم چې د کودتا عصر تېر شوی.

جمهوررئیس  د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل، دا د ملي شورا وجیبه ده چې د خپل مقام یانې له خلکو څخه د وکالت چې یوازې په جمهوري نظام کې ممکن دی، دفاع وکړي او له نورو ټولو سیاسي برخو او د دولت اساسي ارکانوسره واټن د فکر او نظر له پلوه صفر کړي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceee8zwjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته