دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 184047
طالبان باید د مسکو غونډې له اعلامیې ښه استفاده وکړي ـ افغان حکومت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د مسکو درې اړخیزې غونډې ته په اشاره وایي، هر هغه هېواد چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته کوي دوی یې هر کلی کوي.

د افغان سولې په اړه د مسکو درې اړخیزه غونډه چې د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو پکښي ګډون کړی و تېره ورځ د یوې اعلامیې تر خپرېدو وروسته پای ته ورسېده.
د یادو هېوادونو استازو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل "څومره ژر چې ممکن وي" د افغانستان د حکومت په ګډون د افغانانو د استازو له پلاوي سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ د «غوايي پر۷مه»له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، هر هغه سیمه ییز او یا نړیوال اغېز لرونکی هېواد چې وغواړي د افغان سولې بهیر کې مرسته وکړي باید په دغه بهیر کې د افغان دولت مالکیت او رهبرۍ ته درناوی ولري.
نوموړي زیاته کړه:"د امریکا متحده ایالات، روسیه او چین د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر تر سره کېدو ټینګار کړی دی او موږ هم هیله من یو چې طالبان له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي، دا څه زموږ لپاره د منلو وړ دي او هرکلی یې کو."
پر همدې مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغه ناستې له تر سره کېدو هرکلی کړی دی.
په داسې حال کې چې د مسکو د درې اړخېزې ناستې یو هدف له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو تر سره کېدو لپاره پر دغه ډلې د فشار راوړل بلل شوي،خو طالبانو تل له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.
د مسکو درې اړخیزه غونډه چې تېره ورځ پای ته ورسېدل، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره پر سرتاسري اوربند ټینګار کړی و.
طالبانو تر دامهاله د افغان سولې په اړه د دغه درې اړخیزې غونډې د اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxxevauqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته