دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 184048
په بغلان کې د پولیسو اومعترضو نوماندانو په نښته کې یو کس وژل شوی
په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د دغه ولایت د پلخمري په دوه لاري کې د شمال لویه لار وتړله او نن پولیسو د دغې لارې د خلاصولو په موخه هوایي ډزې وکړې؛ خو یو شمېر نورو ویلي، چې دغه ځاني زیان له پولیسو سره په نښته کې رامنځته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ( د غویی ۶) ولسمشر غني د ځوانې ملي شورا پرانسته وکړه، چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.
دغه راز د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو ته نږدې په ۴۰۴ موتر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په کې یو کس وژل شوی دی.   
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayyn6a49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته