ملي امنیت سلاکار، په محاربوي وضعیت کې تغییر او د امنیتي سکټور بهبود کاري لومړیتوب یاد کړ او خوښي يې څرګنده کړه چې د سولې او ملکي وګړو د ساتنې په چارو کې د نوي معاونیت په ایجاد سره به، د ملکیانو ساتنې ته زیاته پاملرنه چې د حکومت له اساسي اقداماتو څخه ده، ترسره شي.
په دې مراسمو کې د ملي امنیت شورا نویو مرستیالانو او سلاکارانو د جمهور رییس او د هېواد د ملي امنیت له سلاکار له باور د مننې تر څنګ وویل: د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د سټراټېژيکې همغږۍ ایجادول زمونږ په کاري لومړیتوبونو کې دي او ډاډ ورکوو چې د ملي یووالي ټینګښت، د خلکو د هوساینې او امنیت لپاره به هر راز هڅې وکړو.
ستر جنرال شریف یفتلي د اعلی سر قوماندانۍ په چارو کې د ستر نظامي سلاکار، حمید طهماسي د اعلی سر قوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت شورا د مرستیال، ولي منور د سټراټېژيکو اړیکو د مرستیال، مېرمن شهرزاد اکبر د سولې او ملکي وګړو د ساتنې په چارو کې د مرستیالې او سرور احمدزی په ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا دفتر ستر سلاکار، د جمهور رییس د حکمونو په اساس نوي وګومارل شول
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)