دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 184055
دفاع وزارت: بالامرغاب په «بشپړه» توګه له طالبانو پاکه شوې
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس بالامرغاب ولسوالي یې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

دفاع وزارت پر داسې مهال له بالامرغاب څخه د طالبانو د ایستلو خبر ورکوي چې دغه ولسوالۍ تېره میاشت د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده وه.
دفاع وزارت د شنبې په ورځ د «غوايي پر ۷مه» خپره کړې اعلامیه کې ویلي:" تېره شپه د طالب ترهګرو ورستۍ ډله د بالامرغاب ولسوالۍ کې له منځه یووړل شوه او د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوې."
بیان په بیان کې راغلې چې د بالامرغاب لپاره نوی ولسوال او امنیه قوماندان ټاکل شوي دي او خلکو ته یې د دغه ولسوالۍ د امنیت په اړه ډاډ ورکړی.
دفاع وزارت ویلي:"د بالامرغاب ولسوالۍ پتمنو خلکو ته ډاډ ورکول کېږي چې کولای شي، سر له ننه خپل دوکانونو ته لاړ شي او خپل عادي ژوند له سره پيل کړي."
وسله والو طالبانو تېره میاشت د پراخو بریدونو په پیلولو سره ځانونه د بالامرغاب ولسوالۍ تر ودانۍ او امنیې قوماندانۍ پورې ورسول.
د بالامرغاب ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو حملې اوه ورځې دوام وکړ چې د کمانډو سرتېرو په رسېدو سره یاده وسله والو له سقوط څخه وژغورل شول.
خو د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ بیا امریکا غږ ته وویل، چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ له مرکز څخه له پر شا کېدو وروسته د بالامرغاب په کلیو کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولسوالۍ «مورچاق» سیمه اوس هم د طالبانو له مهمو مرکزونو څخه ده چې د بالامرغاب تر څنګ یې د دغه ولایت دوو نورو ولسوالیو ته ګواښ پېښ کړی دی.
هغه وویل:"طالبان یوازې د ولسوالۍ اطرافو ته پر شا تمبول شوي دي،بالامرغاب ډېر پراخ کلي لري،موري چاق سیمه کې د بالامرغاب شمال ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده مخکې سرحدي پولیس ځای پر ځای و اوس هغه سیمه د طالبانو په لاس کې ده."
د بادغیس بالامرغاب له ترکمنستان سر پر پوله له ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي.
تېره میاشت د یادې ولسوالۍ په «موریچاق»سیمه کې د وسله والو طالبانو د حملې پرمهال ۱۰۰ افغان سرحدي پولیسو ترکمنستان پناه وړې وه.
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw5azwt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته