دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 184061
د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي
د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او رباط د اړوند سیمو د پاکولو په موخه تر سره شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په بهیر کې دوه عام وګړي وژل شوي او نور وژل شوي تر دې دمه پېژندل شوي ندي.
هغه دا هم ویلي؛ ځانګړیو امنیتي ځواکونو له یادو سیمو ۱۵ کسان هم له ځان سره وړي، چې کیدی شي له طالبانو سره لاس ولري.
د پروان پولیسو ویلي، چې دغه تر سره شوي عملیات له دوی سره همغږي شوي ندي.
د یادو کلیو اوسیدونکیو لاریون کړی، چې په تر سره شویو عملیاتو کې ۶ عام وګړي وژل شوي دي.
طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې د دغو کلیو اووه کسان وژل شوي او اووه نور د ملي امنیت ځواکونو له ځان سره وړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvjdyyw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته