دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 184071
امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو هڅه کوي
په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي؛ که طالبان خپله جګړه روانه وساتي، بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو او خلکو تر څنګ ودریږي.

د سولې له هڅو او د هېواد په ځینو ساحو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان خبرداری ورکوي؛ که طالبان خپلو جګړو ته دوام ورکړي، بهرني ځواکونه به د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.
سکات میلر تینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمیدو ته د یوې حل لارې د موندلو په هڅه کې هم دی.
په افغانستان کې د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر وایي: فکر کوم دا ډېره مهمه ده، چې طالبانو په وروستیو کې الفتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړي. د دغو عملیاتو پیلیدو ډېر خپه کړی یم؛ ځکه زما په باور دا اقدام د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف دی. مونږ داسې لار لټوو، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمیدو سبب شي.
د ولسي جرګې ځينې غړي ټینګار کوي، چې د افغانستان متحدین باید سولې ته د رسیدو لپاره له دې هېواد سره رښتینې همکاري وکړي.
د ولسي جرګې غړې سمین بارکزۍ وایي؛ د سولې په خبرو کې باید افغان حکومت ونډه ولري او په پوره پاملرنه د سولې د بهیر په اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.
د هغې په باور باید د پردې ترشاه لوبې تر سره نشي.              
امریکا په وروستیو کې د افغانستان سولې ته د رسیدو او د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې پیل کړي دي. اوس تمه ده، چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره په رښتیني توګه نړیوالې هڅې تر سره شي.
د ولسي جرګې غړی کمال ساپی وایي؛ که په دې بهیر کې هڅې رښتینې او همغږې نشي، سوله ناشونې ده.                   
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د روان کال په پسرلي کې پر ځینو  سیمو بریدونه پراخه کړل؛ خو تر اوسه روښانه نده، چې د سولې له  روانو هڅو سره به د جګړې شدت را کم شي او که نه!
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgut9qqak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته