دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 184095
جمهوررئیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې  ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهوررئیس غني او نورو حکومتي چارواکو ته د سولې پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو یو ځل بیا د بین الافغاني ډیالوګ پر احیا ټینګار وکړ او دا یې په راتلونکي کې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره مهم وباله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco0qsp2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته