د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) د دغه ولایت د ګیرو او اندړ ولسوالیو په اړوند سیمو کې وژل شوي دي.
د ښاغلي نوري د څرګندونو له مخې؛ د ګیرو ولسوالۍ په ادینه کلي کې د طالبانو پر یوه تکړه ماین جوړوونکی جلالزی نومي هوایي برید شوی، چې د یادې ولسوالۍ د دیسي کلي اوسیدونکی و.
هغه زیاته کړې، چې پر پاتې درې نورو بریدونو د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شپږ نور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو بریدونو او زیانونو په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز د غزني والي ویاند نوري څرګنده کړې؛ عبدالخالق نومی، چې د قره باغ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی د ملي امنیت د ځواکونو لخوا د یو لړ بریدونو پر تور نیول شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ نیول شوی کس ملا روحاني(ملاکیبل) ته نږدې کس و، چې د دې ولایت په نو آباد سیمه کې یې د ماین ایښودنې په څو پېښو کې لاس درلود او خپل جرمونه یې منلي هم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)