دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 184126
عبدالله له خلیلزاد سره لیدنه کې: حکومت د سولې بهیر کې همکار دی
د حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله نن یک‎شنبې(د غويي په ۸مه نېټه) د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د عادلانه سولې تامین په موخه د ښاغلي خلیلزاد له هڅو درناوی کړی.

اجراییه رییس همداراز د سولې بهیر د ملاتړ په برخه کې یې د افغان حکومت او خلکو د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي عبدالله همداراز د اروپايي ټولنې، چین او روسیې په ګډون د افغانستان سولې په ملاتړ د نړیوالې ټولنې له اجماع هرکلی کړی.
د اجراییه ریاست د خبرپاڼه له مخې په دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد د سولې په تړاو یې د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو او هڅو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله دواړو لورو د سولې په برخه کې پر بین الافغاني خبرو، نړیوالې او سمیه ییزې اجماع او همداراز له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiknz-23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته