دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 184134
حامد کرزی: سولې مشورتي لویه جرګه دی وځنډول شی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي چې له دې اړخه اندیښنه لري هسې نه چې د سولې مشورتي لویه جرګې د سولې د خبرو د خنډ او ځنډ لامل شي.

پخواني ولسمشر له افغان حکومته غوښتي چې د سولې مشورتي لویه جرګه و ځندوي.
د حامد کرزي پر فیسبوک پاڼه د خپرې شوې اعلامېې له قوله، چې د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه ګڼي.
په اعلامیه کې راغلي:” تل مې د یوه افغان په توګه ملي اجتماع ته د رسیدو په موخه د مشورتي جرګې په ارزښت ټینګار کړی، خو د ځینو دلایلو  له کبله دغه مشورتي لویه جرګه چې د حکومت له لوري را بلل شوې ده، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو په ګټه نه ده”.
له دې وړاندې د ملي یوالي حکومت شریک ډاکټر عبدالله عبدالله او ټاکنیز ټیم یې، محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم، د حزب اسلامي مشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو سیاسي، شخصینونو او نوماندانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګدون او تحریم اعلامېې خپرې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcgwt9qtak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته