دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 184141
جمهوررئیس غني: سوله د افغانستان ملت پورې اړه لري
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا د اوه ویشتمې کالیزې د نمانځنې مراسمو کې چې په سلامخانه ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې یو شمېر جهادي رهبرانو هم حضور درلود، جمهوررئیس غني د افغانستان د ټولو شهیدانو روح ته دعا وکړه او افغانانو ته یې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا د اوه ویشتمې کالیزې مبارکي وویله.
جمهوررئیس وویل، جهاد د افغانستان د مجاهد ملت ویاړ، حماسه، کارنامه او معجزه ده، د افغانستان د جهاد ویاړ د ټولو افغانانو عزت دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک په اسانۍ دې بریا ته نه دي رسېدلي، بلکې د یو نیم میلیون شهیدانو او میلیونونو کډوالو ترڅنګ یې ۲۲۰ میلیارد ډالر مالي زیان ګاللی دی.  
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، جهاد په افغانانو پورې اړه لري او د جهاد نسل باید نوي نسل او د جهاد نوم ورکي شهیدان او اتلان ملت ته ور وپېژندل شي. د جهاد د مشرانو خاطرې چاپ شي. هغه زیاته کړه، اړینه ده چې هم له خپل تېر او هم د هیوادونو له تجربو درس واخلو او په خپلو کې د مفاهمې په خاطر خبرې سره وکړو. 
جمهوررئیس غني د سولې روانو کوښښونو ته په اشارې څرګنده کړه، اړتیا ده چې له ټول هیواد څخه واورو چې د جنګ قېمت څه شی دی. سوله په یوه ورځ نه ترلاسه کېږي، اما حکومت د سولې زمینه برابره کړې. هغه زیاته کړه، سوله ملت پورې اړه لري او انشالله تعالی سوله راتلونکې ده، د دې کار لپاره موږ ټول باید لومړی خدای او وروسته د خلکو نیت، غوښتنې او ارادې ته تسلیم شو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، هغه عمده درس چې باید له تېر یې واخلو، د واحد لیدلوري ایجاد زموږ د راتلونکي په خاطر دی. که د لارې پر یوې نقشې، ټاکنو، د خلکو اراده او یو قوي دولت چې د عظیم ملت استازیتوب وکړي، اجماع ونه لرو، بار بار له ستونزو سره مخ کېږو. هغه زیاته کړه، زموږ دولت د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. له اسلامي جمهوریت بیرون هیڅ سیاسي فکر زموږ سیاسي فرهنګ کې نشته. زموږ قوت زموږ په وحدت او اسلامي عقیده کې دی.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، استاد عبدرب الرسول سیاف، مېرمن امنه افضلي، د ولسي جرګې استازي عبدالروف ابراهیمي او ګلبدین حکمتیار د اشغال پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې.
استاد سرور دانش وویل: د ثور اومه او اتمه دوه مهمې ورځې له دوه متضادو لیدلورو سره د هیواد په تاریخ کې دي. د افغانستان د جهاد په اړه ټول تحلیلونه ښیي چې په تېرو نظامونو کې ناسمې کړنې د کودتا لامل او د هغوی په ماتې بدلې شوې دي.
استاد دانش زیاته کړه، ۴۱ کاله د جنګ د دوام له امله سولې ته رسېدل سخت کار دی، خو د سولې لپاره چوکاټ، اساسي خطونه او اتفاق نظر وجود لري او د سولې مشورتي جرګې په اړه د حکومت نېک نېت ته په شک ونه کتل شي، جرګه به د سولې په راتلونکو ګامونو کې حکومت ته لارښوونه وکړي.
همدارنګه استاد عبدرب الرسول سیاف ټول افغان ملت ته د افغانستان د جهاد د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه، نننی مناسبت پر باطل د حق د بریالیتوب لپاره جوړ شوی، د ثور اتمه نه یوازې د افغانستان ، بلکې د نړۍ په تاریخ کې د عطف نقطه ګڼل کېږي. د ثور اتمه زموږ د عزت او سرلوړۍ ورځ ده. هغه زیاته کړه، لکه څنګه مو چې د افغانستان ازادۍ ته ملاتړلې وه او مبارزه مو وکړه، د روغې جوړې په لومړۍ کرښه کې مو هم د سولې راوړلو ته ملاتړلې.
ورپسې امنه افضلي د افغانانو د جهاد د بریا د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د سولې زمینه برابره شوې او هیله مند یوو چې مشران ورڅخه مطلوبه استفاده وکړي. هغې زیاته کړه، د سولې په اړه داخلي ناستې له هیواد بهر جوړېدونکوغونډو څخه بهتره دي.
عبدالروف ابراهیمي یادو مراسمو ته په وینا کې وویل: د تېرو پېښو په اړه د نظر وحدت د اوسنیو ستونزو د حل زمینه برابروي، له اوسني وضعیت څخه تېرېدو ته اړتیا ده چې متحدانه او په هوښیارۍ تصامیم ونیول شي. هغه زیاته کړه، حکومت د سولې په اړه د ملي اجماع په هڅه کې دی او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول یې یوه له بېلګو څخه ده.
همدارنګه د حزب اسلامي افغانستان رهبر ګلبدین حکمتیار په دې مراسمو کې د افغانستان تېر جهاد او د جهاد له بریا راوروسته پېښو ته په اشارې حاضرینو ته په خطاب کې وویل، راځئ ژمنه وکړو چې تېرې تجربې نه تکراروو. واک ته د رسېدو یوازینۍ مشروع لاره ټاکنې دي او د رڼو ټاکنو ترسره کول تضمین کړو. هغه زیاته کړه، که داسې ونشي بحران به همداسې ادامه پیدا کړي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې د افغانستان د شهیدانو روح ته د دعا پرمهال وویل، د افغانستان د خلکو د جهاد بریا پر باطل د حق بریا ده. هغه زیاته کړه، که د سولې لپاره واقعي فرصت برابر شي، باور دی چې د افغانستان خلک به متحدانه او په ګډه د سولې هرکلی وکړي.
د حکومت اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د ګاونډیو هیوادونو همکاري او صادقانه نیت غواړو.  
 
FacebookTwittergoogle_plus
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceee8zzjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته