دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 184185
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د احصایې د مرکزي ادارې تر منځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او د احصایې د مرکزی ادارې مشر احمد جاوید رسولي د روان کال د غويي په اتمه نیټه د همکارۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې میرمن نورستانۍ د دغه سند لاسلیک کول د ټاکنو په بهیر کې د روڼوالي د چټکتیا له پاره کوټلی ګام یاد کړ او زیاته یې کړه: کمیسیون په پام کې لري چې د رای ورکونکو د تقویتی نوم ثبتولو او د رای ورکونکو په نوملړ کې د شاملو کسانو په تړاو دبایو متریکو معلوماتو راغونډول به په بریښنايي ټکنالوژي او سیستم ترسره شې.
د دغه تفاهم لیک پر بنسټ د احصایې اداره مکلفه ده چې د بایومتریک ثبتولو دستګاوې او ځانګړي ( سافت ویرونه) په ټاکلی وخت کې د کمیسیون په واک کې ورکړي، او د کمیسیون اړوند کارکونکي باید په دغې برخه کې وروزل شي.
په دغه غونډه کې د کمیسیون مرستیال عصمت الله مل، منشي مسافر قوقندي، د کمیسیون کمیشنرانو هر یو: رحیمه ظریفي او محمد حنیف دانشیار، او د کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ برخه لرله.
د یادولو ده چې د ټاکنو د قانون د نوولسمې مادې د څلورمې فقرې د تعدیل له مخې، وزارتونه او دولتي او نادولتي ښکیلې ادارې مکلفې شوي چې د بریښنايي سیستم او د بایومتریک ټکنالوژۍ په برخو کې له کمیسیون سره مرسته او همکاری وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc40qsp2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته