دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 184194
په کابل کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول ونیول شو
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ( یکشنبه د غویی ۸) په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول نیولی دی.

دغه وزارت څرګنده کړې، چې دغه کس د پولیسو ځانګړیو ځواکونو لخوا تېر ماښام د اتلسمې ناحیې د کمپنۍ په اړوند سیمه کې له پېژندلو وروسته نیول شوی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ یاد کس قدرت الله نومیږي، چې د کابل- میدان وردګ د لویې لارې د د څارنې تر څنګ یې د ورانکارو کړنو د ترسره کولو مسوولیت هم درلود.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco0qs02bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته