دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 184196
جمهوررئیس غني: د افغانستان ۳۲۰۰ انتخابي استازي له دې باعزته چتر لاندې راټول شوي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو حدود او چوکاټ وټاکي
په یادو مراسمو کې چې د لویې جرګې تالار کې د افغانستان له هرې ګوښې او کنار څخه انتخابي استازو ګډون درلود، جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن په دې تالار کې یو نوی افغانستان، ځوان رهبران، ښځې، دیني علما او سپین ږیري وینم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مشورتي لویه جرګه په خپلې وینا سره رسماً پرانیسته.
په یادو مراسمو کې چې د لویې جرګې تالار کې د افغانستان له هرې ګوښې او کنار څخه انتخابي استازو ګډون  درلود، جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن په دې تالار کې یو نوی افغانستان، ځوان رهبران، ښځې، دیني علما او سپین ږیري وینم.
جمهوررئیس زیاته کړه، دا زما لپاره د زیاتې خوښۍ او ویاړ ځای دی چې له ټول افغانستان څخه ۳۲۰۰ انتخابي استازي په دې تالار کې د یو باعزته چتر لاندې راټول شوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو حدود او چوکاټ وټاکي.
جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې نن د ټول ملت سترګې د سولې دغې عظیمې مشورتي جرګې ته دي وویل، زما او د افغانستان دولت لپاره یوې پایدارې سولې ته رسېدل مهمترین او حیاتي لومړیتوب دی.
هغه وویل، کوم درد او رنځ چې زموږ کورنۍ لري، دغه درد هره ورځ احساسوم، هغه درد چې په شغنان کې د سردار کورنۍ، یا په هلمند کې د صفي الله یتیمان او یا په ننګرهار کې د زړور کورنۍ او یا د تبسم پلار کوم درد تېروي، زه په دې هڅه کې یم چې څنګه کولای شم دغو ټولو مظلومو افغانانو ته د درد دوا شم، د غم دا دروند بار مې هر وخت په اوږو بار دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زه د هیواد د مسئول او خادم په توګه له لومړیو ورځو څخه د دې جنګ په قېمت او دې پوهېږم چې جنګ د دواړو لوریو کورنیو ته څومره دروند تمامېږي، دا خپله دنده او مکلفیت بولم چې دې دردونو ته د پای ټکی کېښودل شي او د دې عظیم ملت له شهامت او شجاعت څخه د هیواد ابادۍ کې ګټه واخلم.
جمهوررئیس وویل، نېکمرغه یوو داسې ملي بنسټ لرو چې د ملي ارادې ممثل او د ولسواکۍ او ملي یووالي واقعي تمثیل کوي. هغه زیاته کړه، لویه جرګه یوه عنعنه ده چې د ولسواکي او جمهوري نظام په برکت په یوه بنسټي رسم هم بدله شوې ده.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د لویې جرګې اصطلاح ترکیب چې لویه ”پښتو“ او جرګه له فارسي دري څخه اخیستل شوې تصادفي نه، بلکې زموږ هیواد ته عمیق پیوند او الهي امانت دی.
هغه ټینګار وکړ دلته زموږ د خلکو پیوند د همدې اصطلاح په اندازه سره اغېږلی او د افغانستان باغ ډوله بافت یې رامنځته کړی، پر موږ لازمه ده چې پر خپلو مشترکاتو پانګونه وکړو او له نفاق لیرې والی اختیار کړو.
جمهوررئیس لویه جرګه د ورورۍ او همدلۍ نمایش او اسلامي دود ته درناوی وباله وې ویل، مبارک حدیث دی چې وایي، د خدای لاس له جمع سره دی او شیطان په نفاق کې دی.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه: خدای تعالی فرمایي، په الهي رسۍ منګولې خښې کړئ او مه تیتېږئ. د اسلام د مقدس دین د لارښوونو په رڼا کې تر یو چتر لاندې یو ځای کېدل او زموږ اتحاد او وحدت ته لبیک ویل، همغه الهي رسۍ ده.
هغه مشوره یو اصل او اړتیا وبلله او وې ویل، د هر هیواد زعیم چې د ملت مشورې واوري، نو هیواد له لویو ناورینونو څخه خوندي کولای شي او موږ هغه ملت یوو چې د هیواد د لویو تصامیمو او مشورې لپاره د لویو جرګو ملي عنعنه لرو.
د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې نن موږ نااورېدلی افغانستان اورو، زیاته کړه: څلور ورځې جرګه به ثابته کړي چې تاسې د ملت منتخب استازي، د اقتدار او ملي وحدت ممثلین ، د نیت، ارادې، پوهې، تجربې، لیدلوري خاوندان او د سولې او هوساینې هیله من یاست.
جمهوررئیس غني وویل، د لویې جرګې کوچنۍ لاسته راوړنه به دا وي چې درې زره او دوه سوه افغانان د هیواد له هرې برخې سره بلدېږي او دا د دولت – ملت بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ډېره مهمه ده.
جمهوررئیس زیاته کړه، ګډه خاوره، ګډ تاریخ، واحد دین، مشترکې ژبې، ګډ فرهنګ، مشترک درد او سلګونه نور مشترکات لرو په همدې خاطر کله چې څوک جرګې ته بلل کېږي د پردیتوب احساس نه کوي او فکر کوي د هیواد یوې بلې ګوښې لیدو او بلدېدو ته ورځي.
جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو دلیل بیان کړ وې ویل، په دې خاطر چې له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدود وټاکو، په دې خاطر چې سوله تعریف کړو او هغې ته د لاسرسي په څرنګوالي بحث وکړي او د خلکو د نظریاتو په رڼا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې او مذاکرې خط مشي تدوین او تکمیل کړي او کوښښ به وکړي چې ټول ملي او دولتي منابع او امکانات د هغې د تطبیق په برخه کې په کار واچوي.
جمهوررئیس غني ټينګار وکړ چې د جنګ بار د هیواد غریب خلک ګالي نه سیاسي نخبګان او زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی او که مې کمپاین غوښت، نو نوم مې لویه جرګه نه کېښوده. هغه زیاته کړه، زه دا ډېره ښکلې او منلې عنعنه ټاکنیز کمپاین  ته نه راټيټوم او د هغې لویي او لوړوالي ته درناوی لرم.
د هیواد جمهوررئیس وویل، ستاسو دولت په پام کې لري د مذاکرې او تفاهم سیاست په دې لوی تالار کې د راټولو شویو ۳۲۰۰ استازو د خبرو په اساس ترتیب کړي. دا کار په مراتبو له هغه څه څخه غوره دی چې زه د ارګ په شپږکیلومترۍ کې د ۱۵ کسانو په انحصار کې اوسم.
جمهوررئیس غني وویل، موږ اورېدونکی حکومت یوو، زما ټولې طرحې ستاسو مشورو څخه په الهام لیکل شوي دي، تدبیر دې ته وايي چې د خلکو درایت، شعور، حد او حدودو ته درناوی ولرو او ستاسو حکومت هر ګام په تدبیر اخلي.
جمهوررئیس زیاته کړه: موږ په بې سابقه انعطاف او بې سابقه طرحو سره خپلو ګاونډیانو ته په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه وکړه، ورته مو وویل، له جنګ او تاوتریخوالي هیڅ طرف ته ګټه نه رسېږي. افغانان ستاسو ښه دوستان جوړېدای شي، خو هیڅکله ـ هیڅکله هم په یو نابرابره اړیکې کې له چا سره نشي داخلېدلی.
هغه زیاته کړه، ورته مې وویل، که غواړئ منځنۍ اسیا ته لاړ شئ، بسم الله کړئ، خو موږ باید هند ته لار ولرو.که غواړئ موږ سره دوستي ولرئ او ستاسو پر وړاندې هیڅ تهدید نه وي ـ بسم الله کړئ، موږ مو خدمت کې یوو، خو که غواړئ موږ په نرم جنګ او تاوتریخوالي سره بې خاصیته کړئ، دا کار هیڅکله امکان نه لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لپاره ټول بین المللي شرایط چمتو کړي دي، ټولې بهانې او خنډونه مو له منځه یووړل، د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی. تېرو څلورو کالو کې د لومړي ځل لپاره د مکې معظمې او مدینې منورې امامانو په افغانستان کې د روانو وژنو او جنګ خلاف فتوا ورکړه. د سولې لپاره سیاسي اجماع ـ دیني فتوا او اجماع ـ منطقوي او نړیواله اجماع جوړه شوې ده. دا ټول د ملي وحدت حکومت د هلو ځلو له برکته شوي دي .
جمهوررئیس غني وویل، زه غواړم د مذاکرې او سولې برنامه دا ملت د ستونزو، بې وزلۍ او بې اتفاقۍ له دایرې وباسي. زه د لړزنده او ماتېدونکي تفاهم غوښتونکی نه یم. زه دې پسې ګرځم چې سوله دومره استواره او مستحکمه وي چې زموږ خلک او دنیا د هغې په استحکام او بنیاد باور وکړي او د زیاتې پانګونې لامل شي او موږ له دغه ستونزمن، بهرنیو مرستو ته له احتیاج او محتاج وضعیت څخه خلاص کړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ: زه طالب ته د هغه په اسلامیت او افغانیت چلنج ورکوم که د پردي خبره په منځ کې نه وي د افغانستان ملت او دولت سره له مذاکرې څه باک لري؟ هغوی چې طالب یې په ذهني ګرو او ستراتیژیکه قبضه کې نیولی څوک دي. موږ حاضر یوو مرسته ورسره وکړو چې له دې اسارت څخه خلاص شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ په مهالنیو او بیړنیو موافقتنامو پسې نه یوو، سوله نه د طالب ده او نه د حکومت، بلکې سوله د افغانستان د خلکو ده او موږ په دوستۍ عقیده لرو، اما که څوک د دښمنۍ له لارې مخکې لاړ شي چې زیات تللي پایله یې داده چې ټپي کېږو او نه مرو.
جمهوررئیس د لویې مشورتي جرګې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: د لویې جرګې په جریان کې زما تقاضا داده چې پر ملي اړتیا او سوله تمرکز وکړئ، د ولسوالیو او ولایتونو او نور تخنیکي مسایل ستاسو په سیمو کې له لویې جرګې وروسته کولای شئ شخصاً له ما او ټولو دولتي بنسټونو سره شریک کړئ. د لویې جرګې له ختمېدو وروسته به له تاسو سره جلا ملاقاتونه ولرم او ستاسو سیمه ییزې ستونزې اورم.
جمهوررئیس وویل، د لویې جرګې د استازو یوه دنده داده چې سوله تعریف کړي، ایا طالبان سولې ته اماده دي که نا؟ تاسو د سولې په اړه د ولس دې پوښتنې او غوښتنې ته جهت ورکړئ او د خلکو توقع داده چې تاسې د یو بل په منلو او ورورۍ د سولې او ثبات په اړه بحث وکړئ.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زه له تاسې نه غواړم چې سانسور شوې خبرې وکړئ، د خپل زړه خبرې وکړئ او زما سیاست به ستاسو د زړه خبرې وي.
وروسته جمهوررئیس استاد عبدرب الرسول سیاف د سولې مشورتي لویې جرګې د رئیس په توګه وټاکه او استاد سیاف د وینا پرمهال د جمهوررئیس اعتماد څخه په مننې  د قراني ایتونو او احادیثو په رڼا کې د سولې په اړه خبرې وکړې.
په دې مراسمو کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون رئیس محمدعمر داوودزي د سولې مشورتي  لویې جرګې د جوړولو په اړه معلومات ورکړل.
 
https://avapress.com/vdceoe8zpjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته