دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 184202
د سولې مشورتي جرګې مشر د جرګې تحریموونکي سلا مشورې ته راوبلل
د سولې مشورتي لویې جرګې رييس هغه کسان سلا مشورې ته را وبلل، چې جرګه یې تحریم کړې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د نیم حکومت په غوښتنه په داسې حال کې د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۹) پیل شوه، چې نیم حکومت یې مخالفت کوي.
ښکاري، چې په مشورتي لویه جرګه کې اوس هم د تحریموونکیو د ګډون هیلې ژوندۍ دي.
د سولې مشورتې جرګې رييس د وروستي ځل لپاره د جرګې له تحریموونکیو وغوښتل، چې په جرګه کې ګډون وکړي.
د سولې مشورتي لویې جرګې  مشر عبدرب الرسول سیاف وايي، چې د جرګې مخالفان د سولې د خبرو له پرمختګ سره مخالفت نکوي.
هغه وایي: چا، چې په دې جرګه کې ګډون نه دی کړی د سولې مخالفان ندي او هغو هم سوله غواړي؛ خو په بله بڼه او له بلې لارې. بیا هم زه بلنه ورکوم، چې پر وروستۍ ورځ دې راشي او له خپلوخلکو سره دې د جرګې په پای کې یو ځای شي.
په دغه جرګه یو شمېر سیاستوال هم ګډون نلري.
د جمعیت اسلامي اجرائيه رييس هم مشورتي لویه جرګه تنظیم شوې ګڼي او ويلي یې دي، چې دا جرګه د ارګ لخوا د واک غزولو لپاره را بلل شوې ده.  
نوموړی وایي؛ زه فکر کوم، چې دغه جرګه کمپایني بڼه لري او د ځان بقا په کې ګوري. دغه جرګه د خلکو د ځواکمنې ارادې د څرګندولو او د سولې د راتلو لپاره نه، بلکې د خپلو ځانګړیو ګټو لپاره جوړه شوې ده.  
دولس ټاکنیزو ډلو او لس سیاسي حزبونو روانه مشورتي جرګه تحریم کړې  او وايي، چې دا جرګه د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده.  
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي، چې تر دې دمه بل کوم نظر نلرو او دریځ مو په دې اړه روښانه دی او په کمپایني پروګرام کې باید ګډون ونکړو او د یوې بلې لویې جرګې له لارې به مو دریځ روښانه شي.
داسې ښکاري، چې د سولې مشورتي جرګې مخالفان د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه د ولسمشر د دریځ په غبرګون کې نه یوازې د مسکو پر ناسته ټینګار کوي، بلکې  بله لویه جرګه به هم راوغواړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx0qsi2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته