دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 184209
روانه مشورتي جرګه د اشرف غني جرګه ده- اجرائیه ریاست
اجرائیه ریاست وايي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د اشرف غني جرګه ده او د یوه ځانګړي جریان لخوا را بلل شوې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ(د غویی۹) پرانیستل شوه؛ خو د اجرائيه رييس په ګډون یو شمېر سیاستوالو په کې ګډون ندی کړی.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي؛ اجرائیه رییس د اشرف غني د سولې مشورتي جرګه تحریم کړې، چې نه اوس ورته اړتیا لیدل کیږي او نه هم له ډاډمن مشروعیته برخمنه ده.
د جرګې پایلې عبدالله عبدالله ته د منلو ندي او تمه هم نه کیږي، چې دا جرګه به الزامي پرېکړې وکړي. د اجرايي ریاست له نظره د سولې مشورتي لویه جرګه د خلکو پر پیسو د ټاکنیز کمپاین لپاره را بلل شوې ده.
سیاستوال هم وايي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې د دغې جرګې را بلل یو بیړنی ګام دی، چې ښايي د سولې خبرې ګډې وډې کړي.
د ملي نهضت او پیوستون ګوند رييس سید اسحاق ګیلاني وایي: د دغې جرګې تحریم د ډاډ وړ دی؛ ځکه تحریموونکي پوهیږي، چې دا جرګه به مو د سولې په اړه له بندون سره مخ کړي؛ د سولې د روان بهیر خنډ بشي او ګډون ته په کې اړتیا هم نشته. دوی دغه ملي مسوولیت ته اوږه؛ ځکه ورنکړه، چې سبا ته به د افغانستان ملت ته بیا کتلی نشي.     
که څه هم په دغه جرګه کې د حکومت نیمه برخه ګډون نلري؛ خو ولسمشر یې د پرانیستې پر وخت له ټولو خواوو وغوښتل، چې شخصي ګټي یوې خوا ته کړي او د ملي ګټو لپاره یو موټی شي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني په غوښتنه را بلل شوې، چې په لړ کې به یې حکومت ته د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره سرې کرښې وټاکي؛ خو طالبانو هم دغه جرګه نده منلې او ویلي یې دي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه ګډوډ کړي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcjyxevhuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته