کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: ننګرهار کې داعش ډلې ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

TV1 , 10 ثور 1398 ساعت 8:39

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د زاوې په سیمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې کې د درې قومندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی څلور ترهګریز مرکزونه ویجاړ شوي دي.



د یاد ولایت د ملي امنیت د چارواکو له قوله، عملیات وړمه شپه پيل شوى وو، چې ۲۴ ساعته یی دوام وکړ.
د عملیاتو په جریان کې د داعش وسله والو څلور غټ مرکزونه چې په کې زیات اندازه اسلحې، مهمات، مینونه او چاودیدونکي توکي موجود وو، له منځه وړل شوي.
همدارنګه د عملیاتو په جریان کې د ځواکونو لخوا اته کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او لمنځه وړل شوي.
په يادو عملياتو کې دوه تنه د داعش ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور ژوندي نیول شوي ،چې اوسمهال تر څیړنو لاندې دي.
د یاد ولایت د چارواکو له قوله، په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان ندي اوښتي.
 


د مطلب کود: 184228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184228/چارواکي-ننګرهار-کې-داعش-ډلې-ته-درانه-ځاني-او-مالي-زیانونه-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com