دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 184228
چارواکي: ننګرهار کې داعش ډلې ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د زاوې په سیمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې کې د درې قومندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی څلور ترهګریز مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د یاد ولایت د ملي امنیت د چارواکو له قوله، عملیات وړمه شپه پيل شوى وو، چې ۲۴ ساعته یی دوام وکړ.
د عملیاتو په جریان کې د داعش وسله والو څلور غټ مرکزونه چې په کې زیات اندازه اسلحې، مهمات، مینونه او چاودیدونکي توکي موجود وو، له منځه وړل شوي.
همدارنګه د عملیاتو په جریان کې د ځواکونو لخوا اته کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او لمنځه وړل شوي.
په يادو عملياتو کې دوه تنه د داعش ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور ژوندي نیول شوي ،چې اوسمهال تر څیړنو لاندې دي.
د یاد ولایت د چارواکو له قوله، په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان ندي اوښتي.
 
سرچينه : TV1
https://avapress.com/vdcauyn6a49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته