دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 184230
والیانو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید خپله بې طرفي وساتي
محمداشرف غني والیانو ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید خپله بې طرفي وساتي او همدارنګه د ملي خپلواکۍ سلیزه په افغانستان شموله توګه ونمانځي. د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فکري خپلواکۍ بحث باید په اساسي بحث بدل او همدارنګه په ملي یووالي، ملي هویت او مشترک راتلونکي متمرکز شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د هیواد د ۳۴ ولایتونو والیانو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په پیل کې د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ جمهوررئیس غني څخه د محلي حکومتولۍ لا ښه والي او پیاوړتیا ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د خدماتو، خلکو سره د اړیکو، د امنیت د تامین، امنیتي ځواکونو سره د همغږۍ او همکارۍ، د طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته د پر وخت رسېدنې او نورو برخو کې د والیانو د کار او فعالانه رول مننه وکړه.
نوموړي وویل، سیمه ییزه حکومتولي تر پخوا پیاوړې شوې او د لا تقویې او ښه والي په حال کې ده. هغه زیاته کړه، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره او والیان کوښښ کوي چې سیمه ییزه حکومتولي په ټولو برخو کې لا زیاته موثره او  ځواب ویونکې وي.
جمهوررئیس غني والیانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، له کابینې څخه هم ستاسو رول مهم دی، ځکه وزیران کابل محوره او تاسو افغانستان محوره او مخامخ له ولسونو او خلکو سره په تماس کې یاست. هغه زیاته کړه، د همکارۍ او همغږۍ په موخه باید والیان په ترتیب د کابینې غونډو کې ګډون وکړي.
جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د والیانو فعالیتونه وستایل او وې ویل، په ولایتونو کې لا زیات کار او تحرک ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د ولایتونو او لویو لارو د امنیت د لا ښه تامین لپاره دې د والیانو او د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو ګډه غونډه جوړه شي.
جمهوررئیس غني د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي او د اوبو په مدیریت ټینګار وکړ او وې ویل، درې سوه واړه جوړېدونکي بندونه باید د هیواد په ولسوالیو په متوازن ډول ووېشل شي او همدارنګه لس منځني بندونه دې هغو ولایتونو ته چې تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوې ځانګړي شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ باید ۶۰ میلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانګونه وشي.  همدارنګه باید د ولایتونو د متوازن انکشاف ترڅنګ د کرنې ودې ته اساسي پاملرنه وشي، ځکه له کرنې مه واره ثبات او هوساینه سخته ده.
جمهوررئیس د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، هغه ولایتونه چې د درجې له پلوه یې ارتقا کړې، باید تشکیل او امکانات ورته برابر شي. هغه زیاته کړه، په ولایتونو کې د اداري کمپلکسونو، جامع جوماتونو، روغتونونو او نورو انکشافي پروژو تطبیق ته اساسي پاملرنه کېږي.
محمداشرف غني والیانو ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید خپله بې طرفي وساتي او همدارنګه د ملي خپلواکۍ سلیزه په افغانستان شموله توګه ونمانځي. د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فکري خپلواکۍ بحث باید په اساسي بحث بدل او همدارنګه په ملي یووالي، ملي هویت او مشترک راتلونکي متمرکز شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdso0fzyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته